جهاد ته دعوات یو تاریخی کیسه
الجـــــــهاد فی سبیل الله
جهاد ته دعوات یو تاریخی کیسه
ساعت 17:2 | بازدید : 993 | نویسنده : استشهادته سلام | ( نظرات )

لیکوال: جابرنعماني بـــــرخه: جهاد كـــتني: 391 له موثرو جهادي قصونه يوه قصه دام ابراهيم الهاشميه قصه ده چې ابو جعفر احمد بن جعفر بيان كړيده . دهغى بيان دلته په لنډه توګه وړاندې كوو . وايي چې په بصره كې څه عبادت ګذارې ښځې وې له هغوى نه ديوې نوم اُم ابراهيم الهاشميه وه په دغو ورځو كې دشمنانو دمسلمانانو په يوه سرحد حمله وكړه ددغې حملې دمخنيوي لپاره دمجاهدينو ضرورت و يو عالم عبدالواحد بن زيد بصري رحمه الله عليه (دبصرې حاکم)دخلكو په زړونو كې دجهاد دشوق دپيداكولو لپاره خلک جهاد ته وهڅول په دغه مجلس کې ام ابراهيم هم موجوده وه دا ډيره عابده او زاهده ښځه وه عبدالواحددحور عين قصه بيانه كړه دحورو صفات يې بيان كړل او بيا يې دهغوى په اړه څو شعرونه وويل :هغه پيغلي دي په نازو نخرو كې لوى شويدي او په ښکلي طريقې سره يې دحور عين په اوصافو كې اّيتونه او احاديث تيركړل . مسلمانان يې جهاد او شهادت ته ترغيب كړل . ام ابراهيم چې کله دحور عين صفتونه واوريدل نو ابن زيد ته راغله او ورته يې وويل : زما زوى ابراهيم ته پيژنې چې ډير ښائسته دې او تر اوسه يې واده نده كړى دبصرې ډير غټ غټ خلك غواړي چې هغه ته خپل لور ګانې واده كړي . ليكن تاچي نن د حورعين صفت وكړ هغه زما ډيره خوښه شوه غواړم چې هغه خپل زوى ته واده كړم . ام ابراهيم يوه نيكه او مالداره ښځه وه هغې عبدالواحد بن زيد ته دحورعين لــــس زره ديناره مهر وركړه ترڅو ابراهيم لـه ځان سره جهادته بوځې او كه الله وغواؤي نو شهادت يې په نصيب شي اوله حورعين سره يي واده وشي . او دقيامت په ورځ دخپل مور او پلار لپاره شفاعت وكړي ، شيخ عبدالواحد وويل : اى ام ابراهيم ! كه تا خپل زوى جهاد ته وليږه نو هغه به هم كامياب شي او ته اودهغه پلار به هم كامياب شئ بلکه ستاسې ټوله کورنۍ به هم کاميابه شي. بيا دغې ښځې خپل زوى ته په زوره اّواز وكړ اى زويه ! دهغه زوى چې دا اّواز واوريد نو دخلكو لـه منځ نه يوځوان نيغ پاڅيد ويې ويل : اى مورې ! زه حاضر يم . مور يې ورته وويل اى زويه ! ايا ته لـه ( حورعين) سره پدې شرط واده كولو لپاره تيار يې چې ته به ځان دالله په لاره كې قربانوې او ګناهونو ته به نه واپس كيږې. هغه ځوان وويل : اى مورې په الله قسم چې زه داپه خوشالي سره قبلوم . موريې چې دهغه خبرې واوريدلې نو ويې ويل : اى الله ! ته ګواه اوسه چې مادخپل زوى واده لـه حورعين سره پدې شرط كړيده چې زما زوى به خپل سرستا په لاره كې قربانوي او ګناهونوته به بيانه راګرځې .اى ارحم الراحمين ذاته ! زماله طرف نه داپخپل دربار كې قبول او منظور كړه . له دى نه وروسته يې شيخ عبدلواحد ته لس زره اشرفۍ وركړې او ورته يې وويل چې دادهغې حورعين مهر دى . پدې باندې تاسې ځان اونورو مجاهدينو لپاره دجهاد سامان واخلئ.بيا هغه واپس شوه او خپل زوى لپاره يې يو ښه اعلى اّس واخست او ډيره ښه وسله يې ورته وركړه . بيا شيخ عبدالواحد رحمه الله لښكر راواخست او روان شو ابراهيم هم په منډه راغې او ورسره يو ځاى شو . دقران كريم قاريانو ددې شاوخوا دا اّيتونه لوستل . ] إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنْ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمْ الْجَنَّة يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونََ[ { التوبة :١١١ } بيشكه الله تعالى لـه مومنانو نه دهغوى ځانونه او مالونه دجنت په عوض كې اّخستى دى هغوى جنګيږي دالله تعالىٰ په لاره کې نو وژني او وژل کيږي . داښځه هم دلښكر درخصتولو لپاره راووتله دواپس كيدو په وخت يې خپل زوى ته يو كفن او دحنوط خوشبوى وركړه او ورته يې وويل : چې دجنګ په وخت كې هيڅ قسم سستي او بزدلي مه ښکاره كوه .بيا يي خپلې سينې ته رانژدى كړ او په تندي يې ښكل كړ . ورته يې وويل : ګرانه زويه! زما دادعا ده چې الله تعالى مونږ دقيامت په ورځ يو ځاى كړي. عبدالواحد رحمه الله وايي چې كله مونږ دجنګ محاذ ته ورسيدو او باقاعده دجنګ اّواز وشو نو څه خلك دجنګ لپاره مخكې ووتل په هغوى كې ابراهيم له ټولو نه مخكې روان و. هغه لـه كفارو نه ډير خلك ووژل بيا پخپله هم ددښمنانو دلاسه شهيد شو . كله چې مونږ بصرې ته واپس راغلو نو ما خپلو ملګرو ته وويل چې ابتدآء دابراهيم مور دخپل زوى لـه شهادت نه مه خبروئ هسې نه چې دغم په وجه خپل ثواب له لاسه وركړي . كله چې مونږ بصرې ته ورسيدلو نو خلك به مونږ ته سره دملاقات لپاره راتلل په هغو كې دابراهيم مور هم وه دهغې چې پرما سترګي ولګيدلې نو راته يې وويل: اى ابو عبيده ! كه الله تعالى زما هديه قبوله كړى وي نو زه ورباندې خوشالي ښكاره كړم او كه بيرته يې راته واپس كړى وي نو له ماسره دې غمخواري وكړې شي . ماورته وويل : په الله قسم چې الله تعالى ستاهديه پخپل دربار كې قبوله كړيده ، ستازوى حقيقي ژوند ترلاسه كړيدى او له شهيدانو سره يو ځاى په جنت كې خوراك څښاك كوي . هغې چې زما داخبره واوريدله نو فوراً دشكر داداكولو لپاره په سجده پريوته اوويې ويل : يا الله ستاډير ډير شكر دى چې نا اميده دى نه كړم او زما قرباني دى قبول كړ . لدينه پس بيرته كورته لاړه. سباته هغه زما مسجد ته راغله او لـه سلام اّچولو نه وروسته يې وويل: اى ابو عبيده ! مبارك دى شه . ماپه خوب كې خپل زوى ابراهيم په يو ښكلي باغ په شين محل كې وليد . هغه دملغلرو په پالنګ باندې ناست و ماته يې وويل مورى مبارك دى شه . تا چې كوم مهر وركړى و هغه قبول او له حورعين سره زما نکاح وشوه (مشارع الاشواق للامام الشهيدابن نحاس رحمه الله )



افغانستان
|
امتیاز مطلب : 0
|
تعداد امتیازدهندگان : 0
|
مجموع امتیاز : 0


مطالب مرتبط با این پست
می توانید دیدگاه خود را بنویسید


نام
آدرس ایمیل
وب سایت/بلاگ
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

آپلود عکس دلخواه:








منوی کاربری


عضو شوید


نام کاربری
رمز عبور

:: فراموشی رمز عبور؟

عضویت سریع

نام کاربری
رمز عبور
تکرار رمز
ایمیل
کد تصویری
نویسندگان
نظر سنجی

ستاسو قدرمنو نظر دسایت په هکله؟

آخرین مطالب
خبرنامه
براي اطلاع از آپيدت شدن وبلاگ در خبرنامه وبلاگ عضو شويد تا جديدترين مطالب به ايميل شما ارسال شود



دیگر موارد

آمار وب سایت:  

بازدید امروز : 94
بازدید دیروز : 117
بازدید هفته : 398
بازدید ماه : 1390
بازدید کل : 92414
تعداد مطالب : 958
تعداد نظرات : 57
تعداد آنلاین : 2

استشهاد ته سلام

تبادل لینک هوشمند

تبادل لینک هوشمند
برای تبادل لینک  ابتدا ما را با عنوان  داستشهادته سلام راید سپس مشخصات لینک خود را در زیر نوشته . در صوروجود لینک ما در سایت شما لینکتان به طور خودکار در سایت ما قرار میگیرد. 






آمار وب سایت

آمار مطالب

:: کل مطالب : 958
:: کل نظرات : 57

آمار کاربران

:: افراد آنلاین : 2
:: تعداد اعضا : 1

کاربران آنلاین


آمار بازدید

:: بازدید امروز : 94
:: باردید دیروز : 117
:: بازدید هفته : 398
:: بازدید ماه : 1390
:: بازدید سال : 3771
:: بازدید کلی : 92414